د غزني ګیلان ولسوالۍ کې د چاودنې په پایله کې ۱۵ تنه ملکیان ووژل شول او ۲۰ نور ټپيان شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین وایي دا چاودنه د ګیلان ولسوالۍ اغوجان سیمه کې داسې مهال شوی چې د قران کریم ختم پکې روان و.
د ښاغلي ارین په خبره دا پيښه په یوه زرنج موټرسایکل کې ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو چاودني له امله شوې ده.
کورنیو چارو وزارت وایي د دې خبر بشپړ جزییات وروسته ورکوي.
دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان کې مقدسو ځایونو او مذهبي مراسمو کې داسې خونړۍ پيښې کیږي، بلکې پخوا هم په کراتو په جوماتونو، مدرسو او مذهبي مراسمو کې داسې پيښې شوي دي.