د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګر ویلي چې د امریکا دفاع وزارت نه توانیدلی د هغو حساسو دفاعي تجهیزاتو د څارنې غوښتنې پر ځای کړي چې له ۲۰۰۷ تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغانستان حکومت ته سپارل شوي دي.
سیګر په یوه رپوټ کې ویلي چې پنټاګون د کشفي سیستمونو، لایزري بمونو، د شپې دوبینونو او نورو تجهیزاتو څارنه کې چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته ورکړل شوي دي، بې غوري کړې ده.
د سیګر د رپوټ پر اساس د امریکا دفاع وزارت باید د ملي امنیت خطرونو کمولو او پوځي تجهیزاتو ناسمې کارونې مخنیوي لپاره، دغه تجهیزات همیشه وڅاري او د شتون ډاډ یې ترلاسه کړي.
د سیګر موندنې ښيي چې افغانستان کې د امنیت د لیږد ګډه قومنداني د سفر او امنیتي محدودیتونو له کبله، نه ده توانیدلې چې د ۲۰۱۹ کال میاشتې او د ۲۰۲۰ کال اپرېل میاشتې ترمنځ موده کې د ۶۰ سلنې پوځي وسایلو موجودیت معلوم کړي.
دغه قومنداني یواځې توانیدلې چې د ۱۲۶۸۱ پوځي تجهیزاتو له ډلې د ۵۰۸۸ هغو موجودیت وښيي، چې نږدې ۴۰ سلنه کیږي.
د معلوماتو له مخې هغه پوځي وسایل او تجهیزات چې د افغانستان پوځ ته ورکول کیږي، باید هر کال د امریکا ځواکونو له لوري یې موجودیت وڅارل شي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا تجهیزات په سمه لاره کې کارول کیږي او بلې کومې دریمې ډلې ته نه دي انتقال شوي.