ملګرو ملتونو دوحه کې د طالبانو مشرانو سره داسې هوکړې ته رسیدلی چې له مخې به یې زرګونه ښوونځي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې جوړ شي.
ټلګراف ورځپاڼې رپوټ خپور کړی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صدوق یا یونیسف دوحه کې له طالب مشرانو سره له څو میاشتو خبرو اترو وروسته داسې طرحې باندې هوکړه کړې چې پر بنسټ به یې د طالبانو کنټرول لاندې سیمو کې نږدې ۴۰۰۰ غیر رسمي ښوونځي پرانیستل شي.
د دې طرحې له مخې به د طالبانو واک لاندې سیمو کې هلکانو او نجونو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابریږي، خو یواځې تر دریمو ټولګیو پورې.
یونیسف هیله ښودلې چې د دې هوکړې پر اساس به ۱۲۰ زره افغان ماشومان ښوونځیو کې شامل شي، داسې هیواد کې ویل کیږي ۳.۷ میلیون ماشومان یې ښوونځیو ته له تلو محروم دي.
د رپوټ پر اساس د طالبانو د ښوونې او روزنې یوه چارواکو هم دا هوکړه منلې او ویلي یې دي چې دوی چمتو دي چې دا ښوونځي ژر پرانیستل شي.
خو دا ویره هم شته چې د کرونا بحران دا بهیر له خنډ سره مخ کړي.
د یونیسف یوه چارواکي ورځپاڼې ته ویلي چې د روان کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې په دې اړه طالبانو سره خبرې روانې وې.
دا په داسې حال کې دي چې افغانستان کې د جګړو، نا امنیو، بې وزلۍ او بې کارۍ له امله لسګونه زره ماشومان ښوونځيو ته له تلو بې برخې دي.