د هیواد لومړۍ میرمن رولا غني باور لري چې د افغانستان د ولسي جرګې سویه تردې کچې ټیټه شوې چې دغه جرګه اوس د پیر او پلور په میدان بدل شوی دی.
رولا غني ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي ولسي جرګې د پوهنې او ښځو چارو نوماند وزیرانو ته رایه ورنه کړه، دغه وزیرانې به د پارلمان د تایید پرته هم خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
هغې صلاح الدین رباني او رنګین دادفر سپنتا ته اشاره وکړه چې په وینا یې تیرو وختونو کې د ولسي جرګې له خوا تر رد کیدو وروسته هم پر خپلو څوکیو پاتې شول.
.میرمن غني همداشان د موقت حکومت په اړه یوې پيښتې ته چې ولسمشر غني ته د هغې مشوره څه ده وویل لنډمهاله حکومت راتلو سره په افغانستان کې ټولې لاسته راوړنې له منځه شي، نو ولسمشر غني ته یې مشوره داده چې دا ډول حکومت ونه مني.
هغې وویل پر طالبانو باور نشي کیدلی ځکه چې د دوی د خولې خبرې د دوی له کارونو سره توپير لري.
میرمن غني د مرکې یوه بله برخه کې وویل ولسمشر غني منځنۍ اسیا (فتحه) کړه او افغان سوداګرو لپاره یې د زیاتو هیوادونو دروازه خلاصه کړی.
رولا غني وویل چې خلک باید د ولسمشر اشرف غني په ارزښت ځان پوه کړي، ځکه داسې کس دی چې له ځان ښودنې پرته کار کوي.
لومړۍ میرمن دا خبرې داسې حال کې کوي، چې دې ورځو کې د لنډمهاله حکومت خبره د ژبو پر سر ده.
د افغانستان دولت په کراتو د لنډمهاله حکومت جوړیدو سره مخالفت ښودلی دی.