په جرمني کې د یوه قیمتي سکې تر ورکیدو وروسته، پولیسو کور په کور او دوکان په دوکان پلټنه پيل کړې ده.
دغه سکه چې ۱۰۰ کیلوګرامه وزن لري په ۲۰۱۷ کال کې په برلین کې له یوه موزیم نه ورک شوی و، خو تر اوسه یې درک نه دی معلوم شوی.
د جرمني پولیسو د تیرې چهارشنبې په ورځ هم د ښار د زیوراتو دوکانونه او کورونه وپلټل خو، هیڅ یې په لاس ورنغلل.
د دې سکې قیمت ۴.۴۵ میلیون ډالر ښودل شوی دی.
دا سکه چې د بریټانیا د ملکې انځور هم پکې دی، په اصل کې د کاناډا د هیواد ملکیت بلل کیږي.
د سکې تر ورکیدو وروسته اوس حکومت وخت نا وخته پر هغو ځایونو چې شک ورباندې کیږي، چاپې وهي.