د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله وایي حکومت ترجیح ورکوي چې د سولې خبرو راتلونکی پړاو په افغانستان وي، خو دا د دواړو خواوو هوکړې پورې اړه لري چې د خبرو ځای په اړه پریکړه وکړي.
ښاغلي عبدالله دا څرګندونې نن چهارشنبه په کابل کې د سولې ملي سکرتریت د پرانیستې مراسمو کې وکړې.
هغه همداشان وویل چې د ځای ټاکل باید د سولې خبرو پرمنځ خنډ ونه ګرځي.
د مصالحې شورا مشر همداشان وویل چې د افغانستان دولت مرکچي پلاوی به په ټاکل شوې نیټې باندې خبرې بیرته پيل کړي.
د ده په وینا تیره شپه د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی کابل ته رسیدلی او د خبرو لومړنۍ پړاو پای ته رسیدلی دی .
عبدالله وویل د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د خوندي کولو ترڅنګ د جګړې د فربانیانو حقونه هم په پام کې نیول کیږي..
عبدالله په دې ناسته کې زیاته کړه چې سوله د خلکو برخلیک ده او باید خلک په دې پروسه کې ووسي، نو له همدې امله د ملي روغې جوړې عالي شورا کې تر ډيره هڅه شوې چې د ټولنې ټولې برخې پکې ګډون ولري.
دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې له طالبانو وغوښتل چې د مذاکراتو دویم پړاو لپاره افغانستان ته راشي.
د ولسمشر سلاکار، وحید عمر هم نن په خپله ټویټرپاڼه کې طالبانو ته وړاندیز وکړ چې کندهار ولایت ته راشي او په خرقه مبارک کې خبرې پيل کړي.