د بغلان دهراود ولسوالۍ کې د طالبانو د ډلییزو بریدونو په پایله کې د دغې ولسوالۍ د امنیې قومندان مرستیال، حاجی ولي محمد او د پولیسو د لیزري قطعې قومندان سید علي په ګډون ۱۳ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
یوې باوري سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې طالبانو تېره شپه د دهراوت ولسوالۍ بازار ته نږدې د (قلعه چې) سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کمربندي مرکز درنه جګړه پیل کړه.
سرچینه وایي نښته کې دهراوت ولسوالۍ د پخواني وژل شوي امنیه قوماندان شاه محمد شاه ورور او د امنیه قوماندانۍ مرستیال حاجي ولي محمد، د پولیسو د لیزري قطعې قوماندان سید علي، په دهراود کې د ځانګړو ځواکونو د قطعې مرستیال ملا عزت په ګډون د کومانډو، د ځانګړو ځواکونو، ملي اردو او پولیسو لس تنه سرتېري وژل شوي او اته سرتېري ټپیان دي
سرچینې وویل چې یاد امنیتي مرکز، په مرکز کې وسلې او مهمات او د وژل شویو دیارلس تنو جسدونه د طالب جنګیالیو لاس ته ورغلي دي
سرچینې زیاته کړه چې د هوایې ځواک څخه مرسته وغوښتل شوه، خو مرسته ونه رسېده.
دا په داسې حال کې دي چې د ارزګان د والي ویاند، احمد شاه سحر وایي طالبانو تیره شپه د ولسوالۍ کمربندي پوستې باندې برید کړی او په نښته کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
احمد شاه سحر وویل چې په دې پيښه کې د ځایي پوستې د قومندان ولي محمد په ګډون ۵ تنه امنیتي سرتیري شهیدان شوي او ۲ نور ټپيان دي.
هغه وویل چې اوس تازه دمي ځواکونه سیمې ته تللي دي.