د قطر بین الافغاني خبرو کې تر دمې وروسته افغان پلاوی کابل ته او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په سر کې پاکستان ته تللی دی.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم وردک په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ملا برادر سفر د پاکستان په رسمي بلنه شوی دی.
د ښاغلي وردک په خبره، طالب پلاوی به دغه سفر کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي سره د افغان کډوالو او ځینو نورو مواردو باندې خبرې وکړي.
بله خوا، د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړي هم پرون شپه کابل ته رسیدلي دي.
سرچینه وایي دوی به نن چهارشنبه د مصالحې شورا مشر، عبدالله عبدالله سره په سپیدار ماڼۍ کې لیدنه کوي.
دا سفرونه له هغه وروسته کیږي چې قطر کې د بین افغاني خبرو کې ۲۲ ورځو دمې باندې هوکړه وشوه.
دواړو خواوو ویلي چې دوی به د اجنډا ټاکلو کې د وړاندې شوو مواردو په تړاو خپلو مشرانو سره سلا مشورې کوي.
ټاکل شوې ده چې د سولې خبرو دویم پړاو د راتلونکې جدي میاشتې په ۱۶مه نیټه بیرته په قطر کې پیل شي.
له دې مخکې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم پر خپل ټوېټر لیکلي وو چې اړینه ده د سولې بین الافغاني خبرې د راتلونکې جنورې میاشتې په پنځمه نېټه بیا پیل شي او ځنډ پکې رانشي.
خليلزاد وړمه ورځ پاکستان کې هم د ياد هيواد د پوځ له مشر قمر جاويد باجوه سره پر افغان سوله خبرې وکړې.