په غور ولایت کې د یوه مقناطیسي ماین چاودنې پایله کې د دغه ولایت د ولایتي شورا یو غړی ووژل شو.
د غور د والي ویاند، محمد عارف عابر یک تلویزیون ته وویل چې په دې چاودنه کې د ولایتي شورا غړی عبدالرحمان عطشان وژل شوی او د دغې شورا یو بل غړی ټپي شوی دی.
د ښاغلي عابر په وینا دا چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه په فیروزکوه ښار کې شوې ده.