د کابل د والي مالي او اداري مرستیال، محبوب الله محبي او د هغه سکرتر په کابل کې په یوه چاودنه کې ووژل شول.
د کابل د پولیسو ویاند، فردوس فرامرز وایي دوی نن سه شنبه شاوخوا لس بجې د کابل څلورم مکروریانو سیمه کې د مقناطیسي ماین چاودنه کې چې د دوی موټر پورې نښلول شوی و، وژل شوي دي.
په دې پيښه کې د مرستیال والي دوه تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.
کابل په وروستیو اونیو کې تر سختو بریدونو لاندې دی.
نن سهار د کابل دولسمې ناحیې بتخاک سیمه کې هم د وسله وال په ډزو کې یو پولیس ووژل شو او بل یې ټپي شو.