په پکتیکا ولایت کې د پلتو اوبو بند د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ادارې د اعلامیې له مخې ددې بند کارونو پرانستې مراسمو کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې مشر او د انرژۍ د خدمتو د ادارې سرپرست خان محمد تکل، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مشر شمیم خان کټوازي، د ملي پراختیا شرکت مشر عبدالرحمن عطاش، د مالیې وزارت معین عبدالحبیب ځدران، د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکني او په ولسي جرګه کې د پکتیکا استازي خالد اسد ګډون کړی و.
دا بند چې جوړولو کې یې ۱۷.۵ میلیون ډالر لګښت راځي، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له بودجې جوړیږي.
د پلتو بند۳۰ متره لوړوالی، ٢٣٢ متره اوږدوالی او ١٠٤ متره پلنوالی لري.
پلتو د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار په ۱۲ کیلو مټرۍ کې د کرهڼې او د ځکمو خړوبولو او د موسمي اوبو ذخیره کولو په موخه جوړېږي.
د اوبو د تنظیم ادارې د معلوماتو له مخې دغه بند به په نورمال آبي کال کې د ۸.۶ میلیون متره مکعبه اوبو ذخیره کولو ظرفیت ولري.
دغه بند د جوړیدو وروسته ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي او شاوخوا ۸۰۰۰۰ کسان به ترې ګټه پورته کوي.