د چین په هیبي ولایت کې یوې کورنۍ د خپلې لوري هډوکي په ۹۲۰۰ پونډ باندې وپلورل، ترڅو یوه چینایي مړ شوي ځوان ته یې د ( ارواحي ناوي) په توګه په نکاح کړي.
کنګ سوسي ۱۲ کاله پخوا له خپل خاوند سره تر لفظي شخړې وروسته ځان وژنه کړې وه، چې اوس یې مور او پلار له قبره بیا جسد وویست او بل ته یې واده کړه.
د ناوې او زوم جسدونه د دویم ځل لپاره د نوامبر په ۲۳مه نیټه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په یوه قبر کې ښخ شول.
چین کې له زرګونه کلونو دا رواج دی چې مجرد ځوانان باید بله نړۍ کې یواځې نه وي او د دوی ودونه راتلونکي نسلونو ته هم نیکمرغي راوړي.
دوی باور لري چې په یواځې توګه د مړو خښول کولی شي راتلونکو نستلونو ته بدمرغي راوړي.
دا مراسم عموما هغو جوړو لپاره نیول کیږي چې تازه وفات شوي وي، خو داسې هم کیږي چې د مړي او ژوندي ترمنځ واده وشي.
اوس د پلورل شوې میرمنې خاوند دا دعوه کړې چې د خپلې میرمنې د جنازې مراسمو کې یې ۱۱۵۷۲ پونډه لګښت کړی و او هغه یې له قیمتي ګاڼو سره ښخه کړې وه.
د هغې د سرو زرو ګاڼه پخوا ترې غلا شوي وو.
د جنۍ مور ویلي د لي ژونګ کورنۍ د خپلې کورۍ د غړو جسدونه له هدیرې ایستلي او یواځې یې د دوی د لور جسد پرې ایښی و، او دوی د دې کار له امله زیات په غصه وو او نه یې غوښتل چې لور یې د یواځې ارواح په توګه پاتې شي.
که څه هم چین کې دا د زرګونو کلونو دود تر ډيره کمرنګه شوی دی، خو ځینو ځایونو کې یې داسې ودونه په شاندارو مراسمو کې کیږي.
په ۲۰۱۵ کال کې درې کسان له دې امله د پولیسو له لوري نیول شوي وو، چې دوی له یوې هدیرې د یوې میرمنې جسد د خرڅولو لپاره ایستل.
چین کې د مړو میرمنو جسدونه په ښه قیمت پلورل کیږي.