د افغانستان جنګي او سیاسي حالاتو په تړاو د هندي سینما له لوري جوړ شوی فلم(توباز) د جمعې په ورځ د لیندۍ پر ۲۱مه د تلویزیون پر پردو ښکاره شو.
دا فلم د ۲۵ کروړو په لګښت د دریو کلونو په موده کې د سنجي دت په مرکزي رول جوړ شوی دی.
هندي لیکوال برتي د دې فلم کیسه لیکلې او کرش مالک یې د پروډیوسرۍ چارې پرمخ بیولې.
که څه هم د دې فلم ټوله کیسه پر افغانستان څرخي، خو یوه صحنه یې هم په افغانستان کې نه دی جوړ شوی.
د فلم کیسه داده چې څنګه په افغانستان کې ماشومان په جګړو او ځانمرګو بریدونو کې له ګډون وژغورل شي او د عادي ژوند زمینه ورته برابره شي.
دا لومړی فلم نه دی چې د افغانستان وضعیت په هکله جوړ شوی دی، بلکې تر دې وړاندې هم په دې تړاو او حتا په افغانستان کې د ننه هندي فلمونه شوټ شوي دي.
لومړنی افغاني فلم چې افغاني سوژه پکې وه، (کابلي والا) د رابیندرانات تاګور رومان پر اساس جوړ شوی فلم و چې کیسه یې پر یوه افغان لاسپلور څرخیده.
په دې ډګر کې دویم فلم چې افغانستان کې د ننه جوړ شو ( دهرماتما) نومیده چې لسمه لسیزه کې د بند امیر ښکلي انځورونه پکې ثبت شوي دي.
همداشان په نویمه لسیزه کې درې نور هندي فلمونه ( خدا ګواه، له طالبانو تیښته او جانشین) وو چې ځیني برخې یې افغانستان کې ډکې شوې دي.
خو دغه فلمونه سره له دې چې افغانستان کې د خلکو پراخ هرکلي سره مخ شوي او د کامیابو فلمونو کتار کې راغلي، دلته یې یو شمیر حساسیتونه او غبرګونونه هم پارولي دي.
دا غبرګونونه زیاتره پر تاریخي او قومي حساسو موضوګانو باندې پارول شوي دي.
له تورباز وړاندې دوه نور وروستي فلمونه کابل اکسپرس او پاني پت، هغه فلمونه وو چې افغانستان کې یې یو شمیر خلک خوابدي کړل او د فلم د نه خپریدو غوښتنې هم وشوې.
په کابل اکسپرس فلم کې چې په ۲۰۰۶ کال کې جوړ شوی، داسې ادعا وشوه چې کني هزاره قوم ته پکې سپکاوی شوی او دوی ظالم، وحشي او لار وهونکي ښودل شوي دي.
همدا راز په پاتي پت فلم کې چې نږدې یو کابل وړاندې خپور شو، تر خپریدو وړاندې يې افغانستان کې پراخ غبرګونونه وپارول.
په دې برخه کې اندیښنه داوه چې په دې فلم کې د احمد شاه بابا سپکاوی شوی او هغه د یوه ظالم او تیري کوونکي په توګه پیژندل شوی دی.
زیات شمیر افغانانو د دې فلم د نه خپریدو غوښتنه وکړه، تردې چې هند کې د افغانستان د سفارت چارواکو دا موضوع د فلم له خپروونکو سره شریکه کړه.
پاني پت فلم د دې ترڅنګ، چې ناکام شو او پر ځان لګول شوي پیسې یې ونه ګټلې، د نیوکې او اندیښنې ځای هم پکې نه و.
په اخره کې تورباز فلم چې د کامیابۍ او ناکامۍ په اړه یې قضاوت کول تر وخت وړاندې دی، ځکه چې د دې قضاوت یواځې د خرڅلاو بازار کولی شی.
په فلم کې سنجي دت په افغانستان کې د کډوالو یوه کمپ کې له یوې بلې لوبغاړې نرګس فخري سره دنده پیلوي.
دا چې د کمپ ماشومان له کریکټ لوبې سره زیاته لیوالتیا ښيي، نو سنجي دت پریکړه کوي چې هغوی ته کمپ کې اکاډمي جوړه کړي او کریکټ ور زده کړي.
په کمپ کې دوه ماشومان چې د یوه پلار د پولیسو او د بل د طالبانو لیکو کې وژل شوی، ترپګنی کوی او یوبل ته د تالب، ترهګر یا د خاین او بې غیرت د زوی خطاب کوي.
دغه دوه ماشومان دواړه د خپلو پلرونو لارې تعقیبوي او به هیځ کالب کې سره نه جوړیږي.
د دوی کرکه ترې دې حده وي چې نه غواړي په یوه ډګر کې او یوه لوبډله کې کریکټ وکړي.
دوی دواړه ځان ته پښتانه او غیرتي وایي او دواړه پر خپلو منل شوو ارزښتونو ټينګار کوي.
د طالب زوی چې باز نومیږي، مور یې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید وکړي او هغه له ځینو نورو ماشومانو سره د طالبانو د جنګیالیو له روزونکي کمپ نه یا تښتیدلی یا بې درکه شوی وي.
خو پای کې د طالب او عسکر زامنو دښمني هغه مهال پر دوستي واوړي چې دغه کمپ ته یو هزاره ماشوم راشي او سنجي دت یې لوبډلې ته راولي.
دوی په پیل کې نه غواړي هزاره ماشوم په لوبډله کې له دوی سره لوبه وکړي ځکه دوی ځان پښتانه او د لوړې کچې خلک بولي او داسې ښکاره کوي چې کني هزاره تر دوی په کراتو کم دی او حتا د ملګرتیا او لوبې کولو وړ هم نه دي.
خو کله چې لوبه پيلیږي او هزاره ماشومان د سنجي دت په ټینګار لوبډله کې اخیستل کیږي، طالب او عسکر خپل ټول توپیرونه هیر کړي، بس یواځې د قوم له مخې یو تر بله غاړه وځي او د هزاره پر وړاندې ګډ دریځ غوره کړي.
خو افغاني ټولنه کې واقعیت داسې نه دی، که وي هم هغه د ډيرو پخوا وختونو کیسه ده، داسې حال کې چې د فلم کیسه له ۲۰۰۰ کال وروسته پيښې رانغاړي.
واقعیت دادی چې اوس افغانستان کې قومونه خپل ارزښتونه د شعور له مخې ټاکي او غوره والی هم د شعور له مخې منل کیږي.
د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته یو کندهاری په ډاډ سره کولی شي پنجشیر او بدخشان ته لاړ شي او همداشان یو بدخشانی کولی شي د لویې پکتیا او مشرقي ننداره وکړي.
پښتون په افغانستان کې تر هیڅ بل قوم ځان په پیدایښتي ډول لوړ نه بولي او چاته په سپکه سترګه نه کوي.
بلکې اوس د غوره والي او میړنتوب معیارونه د شعور له مخې ټاکل شوي دي او دا معیارونه د ټولو له خوا منل شوي دي.
د کانکور ازموینه کې په وروستیو دو کلونو کې د دوو هزاره زده کوونکي اول نمرګي او په نړیواله کچه د ریاضۍ سیالۍ کې د یوه هلمندي ماشوم اتلولي د دې واقعیتونو سترې بیلګې دي.
کله چې په وروستي مورد کې شمسیه د کابل له لویدیځه د کانکور عمومي اول نمره شوه، هر چایې هرکلی وکړ.
تردې چې د ټولنیزو رسنیو ځینو پښتانه کاروونکو پښتون ځوانان پردې ګرم کړل چې د کانکور لسو مخکښو کسانو کې پښتون نشته او دوی د علم پر ځای جګړو، ورانکاریو او ویډیو ګیمونو ته مخه کړې ده.
که څه هم دلته د قومی مخالفتونو زیاتې بېلګې شته او هره ورځ د ټولنیزو رسنیو فضا له دې موضوګانو ډکه ده، خو دا د داخلي او بهرنیو کړیو هغه هڅه ده چې غواړي د قومي او سمتي مخالفتونو اور کې خپله ډوډۍ پخه کړي.
پښتون، تاجیک او هزاره ماشوم اوس په یوه ښوونځي او یو پوهنتون کې درس وایي او دوی په ګډه په یوه سنګر کې یو او بل لپاره پيرې کوي.
مخکې له دې چې د دې فلم مثبت اړخونه په ګوته کړو، ځیني نورې نیمګړتیاوې هم شبارو.
فلم کې د کیسي ترڅنګ، په ظاهري لحاظ هم داسې کرکټرونه، کړنې او ویناوې شته چې هغه په ظاهري ډول له افغاني ټولنې سره زیات توپیر لري.
لومړی دا چې په کمپ کې اوسیدونکي د ښځو او ماشومانو په ګډون په ظاهري توګه افغانان کم او کشمیریان زیات ایسیدل.
دوی پر سرونو تر غوږونو کش شوي پکولونه، لنډو کمیسونو باندې اغوستل شوي جاکټونه او په ښځو کې ځانګړې برقي او د ماشومان کمیسیونه او خولۍ، داسې دي چې فکر کیږي افغانانو سره مشابهت لپاره یې هیڅ هڅه نه ده شوې.
بل دا چې په فلم کې کارل شوي پښتو کلیمې او جوړې شوي لوحې داسې دي چې فکر کیږي افغاني ټولنه د تیږو د دورې یو ټولنه وه او دغې ټولنې ته اوس هیڅ لاسرسی نشته او که وي هم باید لرغون پوهان یې په اړه له ګومانونو او فوسیلونو معلومات ورکړي.
که څه هم دغه فلم کې د اکبر او شمس خان په نومونو دوو افغانانو هم کار کړی دی.
د بیلګې په توګه، سنجی دت یوه ځای کې ماشومانو ته وایي (ګورئ ما پښتون هم زده دی) چې موخه یې پښتو ده.
بل ځای د نعره تکبیر پر ځای د تقبیر یا تغبیر ناره وهل کیږي او همداشان بګرام ته د بګرامي نوم ورکړل شوی دی.
بل ځای په کمپ کې د یوې انګلیسي جملې ژباړه پښتو ته داسې شوي چې که انګلیسي جمله یې په سره کې نه وي، څوک نه پوهیږي چې د دې پښتو جملې موخه څه ده.
خو دا فلم مثبت اړخونه هم لري.
په ځانګړي توګه دا واقعیت ښودل شوی چې افغان ماشومان څنګه د جګړې لیکو کې جذبیري او څنګه دوی ته ځانمرګو بریدونو لپاره روزنه ورکول کیږي.
همداشان دا ښودل شوی چې څنګه کوی شو دوی بوخت کړو د جګړو له سوداګرو یې وژغورو.
افغانستان کې د جګړې دواړو خواوو کې د جګړې اصلي قربانیان ځوانان، ماشومان او تنګي ځوان دي.