د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب وایي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې دخبرو پاتې پړاوونه باید هیواد کې د ننه پرمخ لاړ شي.
حمدالله محب نن شنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې افغان دولت د ځای په اړه کومه ملاحظه نه لري او دا خبرې کیدای شي د هیواد په هر ګوټ کې چې طالبان یې غواړي د تاسیساتو جوړولو په ګډون چمتووالی ورته ونیول شي.
هغه وړاندې لیکلي: “د افغانستان دننه د سولي خبرې به ټولو ته د باور وړ ځانګړې امنیتي ساحه رامنځته او افغان ولس ته پر سوله او مذاکراتو د مالکیت او نظارت توان ورکړي. مذاکره کوونکي به د خپلو هیوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نژدې او په بهتره توګه اګاه وی او په دې پروسه کې به د اضافي لګښتونو مخنیوی وشي.”
ښاغلي محب لیکلي په افغانستان کې د دې خبرو د کیدلو یو اغیز دادی چې سوله د بهرنیو شرایطو پر ځای د افغاني ټولنې له واقعیتونو متاثره، سرتاسري او دایمي وي.
د ده په وینا په بهر کې سوله او سوله کوونکي د بیروني شرایطو څخه متاثره وي او تجربو ښوولې، چې دا ډول سوله افغاني ګټي نه تامینوي.