کورنیو چارو وزارت وایي نن شنبه سهار د کابل یو شمیر برخو کې لس راکټونه لګیدلي دي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا راکټونه د خیرخانې لب جر له سیمې له یوه سراچه ډوله موټره توغول شوي چې درې راکټونه یې د هوايي ډګر شاوخوا، پنځه یې د نهمې ناحیې هوا پیژندنې سیمه، یو راکټ د نهمې ناحیې زن اباد سیمه او یو راکټ د پنځلسمې ناحیې د مربوطاتو خواجه رواش سیمه کې لګیدلی دی.
په دې پيښه کې یو تن په خواجه رواش سیمه کې وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
دا لومړی ځل نه دی چې پر کابل د راکټونو باران کیږي، بلکې تردې وړاندې هم څو ځلې راکټیز بریدونه شوي دي.
د لیندۍ میاشتې پر لومړۍ نیټه هم پر کابل ښار ۲۳ راکټونه وتوغیدل چې ۸ ملګي وګړي پکې ووژل شول او تر ۳۰ زیات پکې ټپيان شول.