د بخښنې نړیوال سازمان د طالب بندیانو خوشې کیدو په تړاو د دغې ډلې غوښتنې په غبرګون کې ویلي چې د جنګي جنایتونو عاملین او د بشري حقونو نقض کوونکي باید له شفافیت او قوي ضمانت پرته خوشې نشي.
دغه سازمان ویلي د بشري حقونو نقض کوونکي او د جنګي جنایتونو عاملین باید محاکمه شي؛ تاوتریخوالی کم شي او افغانستان کې هیڅ ډول شاتګ باید د منلو وړ نه وي.
د همدې ترڅنګ، د ملګرو ملتونو سازمان د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کړی او د تاوتریخوالي د ژر تر ژره دریدو غوښتنه یې کړې ده.
دغه ۱۵ مخیز پریکړه لیک چې د ( افغانستان کې وضعیت) په نامه خپور شوی، د سولې، روغې جوړې، اقتصادي او ټولنیزه پراختیا او سیمه ییزې همکاریو په ګډون پراخ موضوعات پکې راغلي دي.
په دغه پریکړه لیک کې په قطر کې پر اجنډا د کار د پيلیدو هرکلی شوی، خو د تاوتریخوالي لوړه کچه د اندیښنې وړ بلل شوې ده.
خو طالبانو تر اوسه اورند یا د تاوتریخوالي کمیدو ته غاړه نه ده ایښې.
که څه هم د طالبانو او افغان دولت مرکچي پلاوي له ورځو راهیسې قطر کې د سولې پر اجنډا خبرې کوي، خو د خبرو جزییاتو په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړل شوي.