د یوې نظر پوښتنې له مخې چې اوس تازه د سولې او جګړې انسټیټیوټ له خوا شوې، د هیواد ۵۲ سلنه خلکو ویلي که چیرې هیواد ته سوله راتلای شي، نو د لنډمهاله حکومت یا له وخت مخکې ټاکنو ترسره کیدو سره موافق دي او ولسمشر غني هم باید دې ته غاړه کیږدي.
دغه انسټیټیوټ د سولې روانو خبرو، احتمالي پایلو، ننګونو، فرصتونو او اندیښنو په اړه د خلکو نظرونه را اخیستي دي.
دغه نظر پوښتنه کې چې په ۳۴ ولایتونو کې څه باندې ۸ زره او ۶۰۰ کسانو سره خبرې شوي، ۶۳ سلنه خلکو ویلي چې دوی د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د طالبانو په فرمایش پراخو بدلونونو سره مخالف دي.
همداشان ۷۵ سلنه نورو له حکومته غوښتي چې د سولې خبرو کې اوربند ته لومړیتوب ورکړي.
په همدې کچه نورو نظر ورکوونکو ویلي چې د سولې بین الافغاني خبرو پیلیدل، د تاوتریخوالي کمیدو کې هیڅ مرسته نه ده کړې.
د دې نظرپوښتنې له مخې ۴۱ سلنه خلکو ویلي چې د جمهوري نظام ساتل باید د سولې خبرو کې یو لومړیتوب وي.
پر همدې اساس، ۶۷ سلنه خلکو ویلي چې د جګړو د قربانیانو حقونه باید د سولې د کړنلارې یوه برخه ووسي.
۵۷ سلنه افغانانو ویلي چې د سولې راتلو ته خوشبینه دي.
۷۸ سلنه خلکو د ولسمشر غني پر پاتې کیدو ټینګار کړی دی.
۵۳ سلنه خلکو ویلي چې که چیرې د سولې خبرې له ماتې سره مخ شي، جګړه به همداسې دوام ولري.
۳۶ سلنه نظر ورکوونکو نظام ته د طالب جنګیالیو ادغام کې، افراطیت لویه ننګونه بللې.
۴۵ سلنه نورو ویلي باور لري چې د سولې خبرو کې د ښځو ونډه مثبته ده.
په دې نظر پوښتنه کې ۳.۵ سلنه نظر ورکوونکو د افغانستان اوسنۍ جګړه جهاد بللې او ۵ سلنه نورو د اسلامي امارت راتګ د ستونزو حل بللی.
دا په داسې حال کې دي چې قطر کې د بین افغاني خبرو پر تګلارې هوکړه شوې او دواړه خواوې د خبرو اجنډا باندې خبرې کوي.