د هرات – خواف د ریل پټلۍ چې ایران له افغانستان سره نښلوي، نن پنجشنبه په رسمي ډول پرانستل شوه.
د افغانستان او ایران ولسمشرانو، اشرف غني او حسن روحاني په دې اړه جوړې ښوې غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړي.
د دواړو مشرانو په باور دغه اوسپنیزه لاره کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ د توکو او مساپرو لیږد کې زیاتې اسانتیا رامنځته کړي.
حسن روحاني وویل افغان سوداګر کولی شي له دې لارې خپل توکي اروپایي هیوادونه ته ولیږدوي او همداشان زرګونه مساپر پرې تګ راتګ کولی شي.
ولسمشر غني هم له ایراني چارواکو او ولس د مننې ترڅنګ وویل چې په اسیا کې د ریل پټلۍ ترانسپورټ، تر ټولو اسانه، مهمه او ګټوره لاره ده.
دا اوسپنیزه لاره په څلورو برخو کې د ایران له خواف سیمې د هرات تر ښاره غځیدلې ده.
د دې پروژې درې برخې بشپړې شوې او څلورمه برخه به یې چې هرات ښار کې د ننه ده، راتلونکي کې بشپړه شي.
دا پروژه په ۱۳۸۵ کال کې پیل شوې وه او ټاکل شوې وه چې دریو کلونو کې بشپړه شي، خو افغانستان کې د امنیتي او ایران کې د اقصادي ستونزه له امله تر دې دمه وغځیده.