د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پيښه په پایله کې شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د شولګرې د پولیسو مشر، محمد عارف اقبالي وایي دا پيښه پرون چهارشنبه مازدیګر په (حلقه جر) سیمه کې شوې ده.
دا پيښه د یوه بار وړونکي او یوه مساپر وړونکي چټک موټر د ټکر کیدو له امله رامنځته شوې ده.
هغه وایي د بار وړونکي موټر چلوونکی نیول شوی دی.
افغانستان کې هر کال سلګونه کسان ترافیکي پيښو کې وژل کیږي.
د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د لارو خرابوالی او د ترافیکي نښو نشتون، د دې پيښو اصلي عوامل بلل کیږي.