حکومت د ولسي جرګې او یو شمیر عامو خلکو له مخالفتونو سره سره، د ملي دسترخوان پروګرام پیل کړ.
دا پروګرام پرون سه شنبه، د ننګرهار، پکتیکا، ارزګان او کندهار په ګډون یو شمیر ولایتونو کې پيل شو.
د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست، مجیب الرحمن کریمي پرون د دغه پروګرام پرانیستې لپاره د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ ته تللی و.
د دغه پروګرام په لومړي پړاو کې په ۱۳۰ ولسوالیو کې پر خلکو خوراکي توکي ویشل کیږي.
د هیواد څه باندې ۹۰ سلنه وګړي د دغه پروګرام تر چتر لاندې راځي.
د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت د معلوماتو پر اساس، هرې کورنۍ ته د څلور زره افغانیو په ارزښت توکي ورکول کیږي.
دا پروګرام داسې حال کې پيل شوی چې ولسي جرګې له دې وړاندې دوه ځلې د پروګرام عملي کیدو سره مخالفت کړی و.
پر دغه بهیر د خلکو باور هم له هغه وروسته زیانمن شو چې د کرونا ویروس لومړۍ څپې پرمهال د مرستو ویش کې د غټو فسادونو رپوټونه خپاره شول.
د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو ویل حکومت د وچې ډوډۍ او غنمو ویش پرمهال پر خلکو ملنډې ووهلې او اوس هم هیڅ ضمانت نشته چې د ملي دسترخوان پروګرام کې لاسوهنه ونه شي.
خو حکومت د دغه پروګرام د شفاف عملي کیدو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې دغه پروګرام به د ولسوالیو شوراګانو له خوا د حکومت ترڅارنې لاندې پرمخ بیول کیږي.