د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله د پوهنې وزارت هغه طرحه غلطه وبلله چې له مخې به یې د ښوونځيو د لومړنۍ دورې زده کوونکي د زده کړو لپاره جوماتونو ته لیږدول کیږي.
ښاغلي عبدالله نن سه شنبه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پوهنې وزارت له دې وړاندې د اسلامي تعلیماتو معینیت لغوه یا مدغم کړ او وروسته یې دې کار ته لاس واچاوه، چې په وینا یي ناسم کار دی.
هغه وویل: “ژمنه مې وکړه چې د حکومت ورځنیو چارو کې به مداخله نه کوم، خو دا د حکومت ورځنۍ چارې نه دي او یوه ډیره لویه پریکړه ده. د یوه افغان وګړي په توګه وایم چې دا پریکړه په لسګونو دلیلونو سره، په بشپړه توګه او له بنسټه غلطه ده.”
دا غبرګون له هغه وروسته ښودل کیږي چې د پوهنې وزارت څو ورځې وړاندې د یوې نوې طرحې په وړاندې کولو سره وویل په هغو سیمو کې چې ښوونځي پکې نشته، د لومړي، دویم او دریم ټولګيو زده کوونکي به جوماتونو کې زده کړې کوي.
د وزارت دا پریکړه په ټولنیزو رسنیو کې هم زیات شور جوړ کړ او نا ممکنه او غیرمنطقي وبلل شوه.