د هیواد نوموتي سندرغاړي، فرهاد دریا په یوه پرانیستي لیک کې له ولسمشر غني غوښتي چې جوماتونو ته د ښوونځیو د لومړنیو ټولګیو پر لیږد بیا کتنه وکړي.
فرهاد دریا ویلي له اوسنیو کړکیچونو د هیواد د ایستلو تر ټولو لویه هیله تعلیم او دماشومانو روزینه ده او ولسمشر باید اجازه ورنه کړي چې روښانه راتلونکي لپاره دغه لویه هیله له خلکو واخیستل شي.
هغه ویلي هغو سیمو کې چې ښوونځي پکې نشته، زیاتره د مخالفو وسله والو په واک کې دي او دا ویره موجوده ده چې مخالفین له ماشومانو د خپلو موخو لپاره کار واخلي.
د ده په وینا د لرې پرتو جوماتونو ډیری ملا امامان د پاکستان له مشکوکو مدرسو فارغ او افغانستان ته لیږدول کیږي او زیاترو دغو جوماتونو کې هم افراطي کسان راټول دي.
ښاغلي دریا وړاندې لیکلي:
څنګه کولی شو ډاډ ترلاسه کړو چې دغو دریو کلونو کې زموږ ماشومان، د ښوونځيو ضد روحیې سره د علم او پوهې پرضد نه روزل کیږي.
څنګه کولی شو ډاد ترلاسه کړو چې زموږ ماشومان له دغې لارې، د پاکستان ځانمرګي پالونکو کسانو له خوا جذب نشي او د دوی ماغزه ونه مینځل شي.
څه ضمانت شته چې د دولت له واک لرې پرتو جوماتونو کې له ماشومانو جنسي ګټنه ونه شي.
فرهاد دریا له ولسمشرغني غوښتي چې د افغانستان د ۳۵ میلیون وګړو غږ واوري او د پوهنې وزارت دغې پریکړې باندې بیا کتنه وکړي.
دا غبرګون له هغه وروسته شوی چې د پوهنې وزارت په یوه نوې طرحه کې ویلي چې له دې وروسته به هغو سیمو کې چې ښوونځي پکې نشته، له لومړي تر دریم ټولګي پورې ماشومان د زده کړو لپاره جوماتونو ته استول کیږي.