د افغانستان د ملي امنیت شورا د بندیانو خوشې کیدو په تړاو د طالبانو غوښتنې په ځواب کې وايي چې د دغې ډلې د نورو بندیانو خوشې کیدل د سولې بهیر چټکتیا کې مرسته نه کوي.
د دغې شورا ویاند، رحمت الله اندړ نن سه شنبه یک تلویزیون ته وویل چې افغان حکومت پخوا د طالبان څه باندې ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړي دي، خو دا کار د سولې بهیر کې کوم مثبت تغییر نه دی راوستلي.
هغه وویل: “طالبانو شرط ایښی و چې د دوی زندانیان دې خوشې شي او دوی به افغانانو سره د مذاکراتو بهیر ته ادامه ورکوي. البته دوی سولې خبرو ته کیناستل، خو دا ناستې تر اوسه کوم مثبت اغیز نه دی کړی. دوی ویلي و چې دبندیانو خوشې کولو سره به خشونت کم کړي. دا خشونت کم شوی نه دی، بلکې زیات شوی دی.“
دا په داسې حال کې دي چې کابل کې د امریکا سفارت دوه ورځې وړاندې وویل چې طالبانو د خپلو ۷۰۰۰ بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
دا غوښتنه قطر ته د زلمي خلیلزاد سفر او له ملا برادر او ملا عبدالحکیم سره د هغه لیدنه کې شوې ده.
د ملي امنیت شورا وایي دا چې طالبانو د بندیانو خوشې کیدو په بدل کې تاوتریخوالی کم نه کړ او پر ځای یې د دوی جګړې نورې هم زیاتې شوي دي، افغان دولت د عامو خلکو تر زیات اعتراض لاندې دی.
ښاغلي اندړ په دې اړه وویل: “د بندیانو خوشې کولو سره دا پروسه نه چټک کیږي. تر اوسه یې کوم مثبت تاثیر نه دی درلودلی. باوجود ددې چې حکومت د عامو خلکو تر اعتراض لاندې دی، چې زندانیان خوشې شول، خو نتیجه کې یې د سولې درک نشته او نه خشونت کم شوی دی.”
افغان دولت تر اوسه په دې اړه چې ایا د طالبانو پاتې بندیان به خوشې کیږي که نه، د هو یا نه ځواب نه دی ویلی.
د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي پرون په یوه خبري ناسته کې وویل چې په دې اړه ځواب ویل له وخت نه مخې دي.