د سره صلیب نړیوالې کمیټې افغانستان او عراق لپاره د بودجې د کمیدو خبر ورکړی دی.
د دې کمیټې مشر، پيټر ماور ویلي چې د سره صلیب عملیاتي کارونه د کرونا ویروس د خپریدو له وجې په افغانستان او عراق کې د بودجې له کړکیچ سره مخ شوي دي.
ښاغلي پیټر پرون په بحرین کې د ستراتیژيکو مطالعاتو موسسې کلنۍ ناسته کې ویلي چې سور صلیب اوس د بودجې کموالي سره مخ دی؛ داسې حال کې چې افغانستان او عراق کې هم بشردوستانه مرستو ته اړتیاوې زیاتې شوي دي.
دغې کمیټې ویلي د دې لپاره چې ۲۰۲۱ کال کې په جګړه ځپلو سیمو کې د خلکو لاسنیوی وکړي، ۲.۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
سور صلیب په افغانستان کې د مرستو دوام لپاره ۸۸.۵ میلیونو او عراق کې ۱۲۳.۸ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان روغتیایي چارواکي وایي د کرونا ویروس دویمه څپه خپره شوې او کیدای شي چې تر لومړۍ څپې زیاته قرباني واخلي.