امریکا متحده ایالتونو په کابل کې د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمیټې لومړنۍ ناسته د افغانستان سولې لپاره یو مهم او مثبت ګام بللې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو په یوه ټویټ کې د رهبرۍ شورا جامع او معتبر بللې ده.
هغه لیکلي: “موږ د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمیټې د لومړنۍ ناستې هرکلی کوو. دا د سولې هڅو لپاره یوه جامع او معتبره ده. دا وړاندې تګ لپاره یو بل مثبت ګام دی.”
د دې ترڅنک، د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد هم د دې ناستې جوړیدو ته خوښي ښودلې او دا کار یې یو مهم ګام بللی دی.
زلمي خلیلزاد لیکلي: “د سولې د تړون د شرایطو، د واک ویش، او له طالبانو سره د تلپاتي او هر اړخیز اوربند د مذاکراتو په لړ کې به دغه کمیټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت لپاره یو واکمن بنسټ وي.”
دا په داسې حال کې دي چې قطر کې د مرکچي ډلو پرون شنبه د اجنډا ټاکلو لپاره لومړنۍ ناسته کړې او نن هم پر همدې موخه ناسته کیږي.
خیلیلزاد وړاندې لیکلي: “افغانان سره راغونډیږي او د سولې په لور د پرمختګ ګامونه اخلي. افغانان د سولې هیلې لري. د وروستیو ورځو اقدامات مثبت او هیله بخښونکي دي. زه له دواړو غاړو هیله کوم چې د سولې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او په هیواد کې اوږده جګړه ختمه کړي.”
د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمیټې لومړنۍ ناسته پرون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وشوه.
په دې ناسته کې د ولسمشر غني، عبدالله عبدالله، حامد کرزي، عبدرب رسول سیاف، کریم خلیلي، عطا محمد نور، محمد یونس قانوني او محمد محقق په ګډون یو شمیر نورو سیاسي څیرو برخه اخیستې وه.