افغانستان کې د ژمي موسم په رسیدو سره هر کال لسګونه کسان د ګازو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په وروستیو مواردو کې یې یو زوم او یوه ناوې په پکتیا ولایت کې او یوه مور او لور په مزار شریف کې د ګازو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نیول کیدو پرمهال څه پيښیږي، څنګه ترې ځان وساتو او د نیول کیدو په صورت کې څه وکړو.؟
کاربن مونو اوکسایډ یو بې رنګه، بې بویه او بې خونده ګاز دی چې د تیلو، لرګیو او سکرو له سوځيدو رامنځته کیږي.
د اور بلونې هغه وسایل چې خه کار نه کوي په سر تړلو ځایونو کې د دې ګاز د ټولیدیدو لامل کیږي، پایله کې یې انسان له مسمومیت او مرګ سره مخ کیږي.
د گاز نیولو علایم څه دي؟
۱ – مبهمه سر دردي
۲ – ضعف
۳ – سر ګنګسي
۴ – د تهوع او استفراق حالت
۵ – ساه لنډیدل
۶ – د لید کمیدل
۷ – د بدن سستیدل او خوبزن کیدل
۸ – د هوښیارۍ له لاسه ورکول.
خو د ګازو په واسطه مسمومیت هغو کسانو لپاره ډیر خطرناک دی چې په خوب ویده وي.
داسې کسان پرته له دې چې څوک ورباندې پوه شي، د مغزي ضرر له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ګازو نیولو په صورت کې څه وکړو؟
دا چې د ګاز نیول د مرګ زیات خطر لري، باید سمدلاسه عمل وکړو.
۱ – ژر تر ژره باید ازادې فضا ته ووځو.
خوږ څښاک یا د لیمو اوبه وڅښو.
۳ – که چیرې څوک ساه نشي اخیستلای، باید مصنوعي ساه ورکړل شي.
۴ – ناروغ ته باید یوه پوقاڼه ورکړل شي، ترڅو ویې پړسوي او له بدنه یې کاربن ووځي.
۵ – هغو کسانو ته چې بیهوشه دي، باید اوبه او نور څښاک ورنه کړل شي، ځکه چې د معدې د محتوا رفلکس سږو ته ځي او سړی له مرک سره مخ کوي.
کوم ډول کسان د ګاز نیونې زیات خطر سره مخ دي؟
۱ – ماشومان
۲ – د پاخه عمر کسان
۳ – میندوارې مېرمنې
۴ – هغه کسان چې د زړه او سږو ناروغۍ لري.
۵ – هغه کسان چې د وینې د کموالي مخینه لري.
په یاد ولرئ که چیرې څوک بیهوشه شي یا خپله ذهني روغتیا له لاسه ورکړي، باید سمدلاسه روغتیایي مرکز ته انتقال شي.