د افغانستان د کریکټ لوبغاړی چې اوس مهال د استرالیا بیګ باش لوبو کې ګډون لپاره یاد هیواد ته تللی، د کرونا ټېسټ یې مثبت اعلان شوی دی.
د اسټرالیا د برېسبن هېټ لوبډلې ویلي چې هغه اوسمهال د د غه هیواد کوینس لنډ ښار په یوه روغتون کې تر څارنې لاندې دی.
دغې لوبډلې ویلي چې مجیب الرحمن د ایالت او لوبډلې د ډاکټرانو څارنې لاندې دی او هیله من دي چې ژر به روغ شي.
مجیب الرحمن تیره اونۍ له کابله استرالیا ته تر رسیدو وروسته په هوټل کې اجباري کرنټین شوی و، چې د همدې کرنټین پرمهال یې ټیسټ هم وشو.
د بیګ باش لیګ مشر، الیسټر دوسن هم ویلي دوی ته د لوبغاړو روغتیا لومړیتوب لري او دې برخه کې به مجیب او نورو لوبغاړو سره مرسته کوي.