په نړۍ کې د کرونا ناروغۍ له مله د مړو شوو کسانو شمیر تر یو میلیونو واوښت.
دا په داسې مهال دي چې د کرونا واکسین جوړیدو ته هیله مندۍ هم ډیرې شوې دي. د مسکو ښاروال ویلي ډاکټران او ښوونکي کولای شي د کووید نوولس واکسین لپاره له نن ورځې څخه نوملیکنه وکړي.
بله خوا، د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن ویلي کیدای شي چې د راتلونکي زیږدیز کال جنورۍ میاشتې پورې دغه هیواد کې، کابو ۲۵۰ زره نور کسان هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د رسمي شمیرو پر بنسټ، امریکا کې د کرونا ناورین پیلیدو راهیسې، د دغه هیواد څه باندې ۲۷۰ زره وګړو ژوند بایللی دی.
امریکا، روسیه، هسپانیا، ایټالیا، چین او ایران هغه هیوادونه دي چې له کرونا ډير زیانمن شوي دي.