ټاکل شوې ده چې د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمیټې لومړنۍ ناسته سبا د شنبې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شي.
د مصالحې شورا ویاند، فریدون خوځون دا خبر تایید کړی دی.
له بله پلوه، مصالحې شورا مشر، عبدالله عبدالله له څو ورځو راهیسې له یو شمیر سیاسي او جهادي مشرانو سره کتنې پيل کړي، ترڅو دوی دغې شورا ته وبولي او د افغانستان سولې لپاره یوه اجماع جوړه کړي.
د جمعیت اسلامي ګوند مشر، صلاح الدین رباني، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار، د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل، کریم خلیلي، یونیس قانوني او عبدرب رسول سیال هغه کسان دي چې د مصالحې شورا مشر وروستیو ورځو کې لیدلي دي.
د دې شورا د رهبرۍ غړو ناستې او تشکیلاتو جوړیدو لپاره هڅې له هغه وروسته ګړندۍ شوې، چې اروپايي ټولنې، امریکا او بریټانیا د هغې د رامنځته کیدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده سبا په قطر کې د مرکچي پلاوو غړي هم د بین الافغاني خبرو پر اجنډا خبرې پيل کړي.