د سره صلیب نړیواله کمیټه د معلولیت لرونکو نړیواله ورځ کې وایي چې افغانستان کې هر کال نږدې ۱۳ زره کسان معلول کیږي.
د دسمبر میاشتې دریمه ورځ د معلولیت لرونکو نړیواله ورځ نومول شوې ده، ترڅو نړیوال د ټولنې زیانمنو کسانو لپاره بسیج شي.
افغانستان د نړۍ په کچه هغه هیواد دی چې د معلولیت لرونکو کسانو شمیر پکې تر ټولو زیات دی.
د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي څه باندې ۲۰۰ زره کسان په افغانستان کې معلولیت لرونکي دي، خو داسې نه چې بیړنیو مرستو ته اړتیا ولري.