کورنیو چارو وزارت وایي په تیره یوه میاشت کې د وسله والو طالبانو د بریدونو په پایله کې چې ۱۶ ځانمرګي بریدونه او ۱۶۷ ماین چاودنې هم پکې دي، ۴۷۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.
له دې ډلې ۱۳۴ تنو ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۴۲ نور ټپیان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت دا بریدونه جنایت بللي او ویلي دي چې هیڅکله د توجیه وړ نه دي.
طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې څرګندونو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.
قطر کې د سولې خبرو تر پيلدو وروسته د جګړو شدت زیات شوی او هره ورځ لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.