د امریکا د پوځ مشر، مارک میلي وایي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو پریکړه به د دغه هیواد راتلونکې اداره کوي.
ښاغلي میلي ټینګار کړی چې اوس حال کې د امریکا هوډ دادی چې افغانستان کې د ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ تنو ته ورسوي.
د امریکا لوی درستیز همداشان ویلي چې امریکا په تیرو شلو کلونو کې افغانستان کې لږې لاسته راوړنې لرلي دي.
هغه ویلي امریکا په تیرو پنځو یا اوو کلونو کې افغانستان کې د ستراتیژۍ بندښت سره مخ وه او د افغانستان دولت هم هیڅ کله د طالبانو د ماتې هوډ نه دی لرلی.
مارک میلي ویلي کیدای شي دا ډيرو لپاره بوږنوونکی وي چې طالبانو غوندې ډلې سره مذاکره کوو، خو په عین حال کې دا په افغانستان کې د جګړې د ختمولو یواځينۍ لاره ده.