د سریلانکا هیواد د کریکټ غوره لیګ سیالیو کې د افغان او پاکستاني لوبغاړو له شخړې څو ورځې تیرې شوي دي، خو لاهم په ټولنیزو رسنیو کې پر دې موضوع تود بحث روان دی.
په وروستي مورد کې شاهد افریدي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې هغه نوین الحق ته د جګړې نه کولو نصیحت کړی دی، خو نوین الحق بیا د دې ټویټ په ځواب کې د شخړې اصلي لامل په ګوته کړی دی.
افریدي لیکلي: “ځوان لوبغاړي ته زمان نصیحت ساده و، جګړه او سپکوونکي خبرې مه کوه. زه په افغانستان کې ملګري لرم او موږ ښه دوستانه اړیکې لرو. د ټیم ملګرو او مقابل لوبغاړو ته درناوی د لوبې اصلي روحیه ده.”
خو نوین الحق بیا د دې ټویټ لاندې داسې سپیناوی ورکړی دی: “تل چمتو یم چې مشورې ومنم او لوبغاړو ته درناوی وکړم، ځکه کرېکټ د ښاغلو لوبه ده، خو کله چې څوک تاته ووایي تاسې زموږ تر پښو لاندې یاست او تر پښو لاندې به مو پاتې شئ؛ نو دا بیا یواځې زما په اړه نه بلکې زموږ د ټولو هیوادوالو مسئله ده.”
اصلي ستونزه دوه شپې مخکې هغه مهال رامنځته شوه، کله د افریدي په مشرۍ ګالي ګلاډیټر او د نوین الحق په ګډون کنډي تسکرز لوبډلو ترمنځ لوبه روانه وه.
د لوبې په وروستي آور کې چې نوین د محمد امر پر وړاندې توپ اچونه کوله، د دوی ترمنځ خبرې سختې شوې.
په پایله کې کله چې د افریدي لوبډله د ستړي مشي لپاره ډګر ته ښکته شوه، افریدي پر نوین سترګې برګې کړې، چې د زیاتو کریکټرانو او مینه والو پام یې ځان ته واړاوه.