پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د طالبانو د مشرتابه یو لوړپوړی غړی قاري صلاح الدین په کویټه کې د پاکستاني ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
ډیلي ټایمز ورځپاڼه وایي قاري صلاح الدین ایوبي د تیرې شنبې په ورځ د کویټې ښار نصرالله خان چوک سیمه کې په یوه کور کې له ۷ نورو ملګرو سره نیول شوی دی.
د معلوماتو پر اساس قاري صلاح الدین پخوا په فاریاب ولایت کې د طالبانو نومول شوی والي او اوس د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مرستیال و.
هغه د افغانستان په شمال کې فعالیت کاوه او د پراخ نفوذ خاوند بلل کیده.
تر اوسه طالبانو د صلاح الدین د نیول کیدو په هکله څه نه دي ویلي.
داسې رپوټونه هم شته چې هغه پخوا د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی و او په ۲۰۱۹ کال کې د ملي امنیت له زندانه تښتیدلی دی.