د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوي دوحه کې د ایران سفارت ته ورغلی او د دغه هیواد له نوي سفیر سره یې کتلي دي.
دوحه کې د ایران تازه ګمارل شوي سفیر، حمید دهقاني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبانو د ایران د دفاع وزارت د څيړنې او نوښت سازمان مشر محسن فخري زاده وژنه غندلې ده.
دهقاني لیکلي: د طالبانو د سیاسي دفتر یوه پلاوي دوحه کې د ایران سفارت کې زما سره د لیدنې ترڅنګ، د فخري زاده وژنه وغاندله او د هغه شهادت له امله یې د ایران دولت او ولس سره خواخوږي وښوده.”
که څه هم د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته دغې ډلې له ایراني چارواکو سره لیدنې کړي دي، خو دا ځل د یورو نیوز د رپوټ پر اساس دغې لیدنې بیلابیل غبرګونونه پارولي او د ټولنیزو رسنیو ځينو کاروونکو په مزار شریف کې د طالبانو له خوا د ایراني ډیپلوماټاتو وژل کیدو ته اشاره کړې ده.
د ایران د ملي امنیت او ترهګرۍ ضد حوزې څیړونکي، ارش یقین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې هیله من دی چې طالبانو د پخوا په څير سفارت او د سفارت غړو ته زیان نه وي رسولی.
هغه ویلي: “سفیر صاحب، هیله لرم چې دغو طالبانو د پخوانیو هغو په څیر ستاسو دفتر او کار کوونکو ته مالي او ځاني زیان نه وي اړولی. که څه له شک پرته د دوی همکاران هره ورځ ستاسو د ګاونډي هیواد وګړو ته زیان رسوي.”
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعمیم وردک هم د دغې لیدنې پخلی کړی دی.
نعیم وردک پرون دوشنبه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له ايران، ترکيې او منځني اسيا هېوادونو سره د دوی د اړیکو مسئول دين محمد حنیف او ور سره پلاوي یې په دوحه کې د ايران هېواد سفير حمید رضا دهقانی او نورو غړو سره کتلي دي.
د نعیم وردک په وینا په لیدنه کې د دواړو هېوادونو اړوندو موضوعګانو او د بين الافغاني مذاکراتو په اړه هم خبرې شوې دي.
د ایران او طالبانو نوې اړیکې ځکه په زړه پورې دي چې طالبانو ۲۲ کاله وړاندې د مزارشریف تر نیولو وروسته د ایران کونسلګرۍ ته ننوتل او د یوه خبریال په ګډون یې ۸ ایراني دیپلوماتان ووژل.