د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د ایران هر ډول احتمالي جګړې ته پوره چمتووالی لری.
د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز له سوریې سره پوله کې خپلو پوځیانو د تمځای لیدنې پرمهال ویلي دوی سوریه کې د ایران میشتیدو او هر ډول احتمالي اقدام ته چمتو دي.
دا څرګندونې له هغه وروسته کیږي چې د ایران د اټومي وسلو یو مشهور کارپوه، محسن فخري زاده په تهران کې ووژل شول.
د ایران یو شمیر چارواکو د محسن فخري زاده د وژل کیدو غبرګون کې اسراییلو ته ګوتڅنډه او ګواښ کړی دی.
د ایران ولسمشر، حسن روحاني په مناسب وخت کې د غبرګون ښودلی خبرداری ورکړی او د ایران مذهبي مشر، علی خامنه ای هم د محسن فخري زاده د وژنې عاملینو د مجازاتو غوښتنه کړې ده.