د افغانستان د کریکټ لوبډلې لوبغاړي، شفیق الله شفق په پیښور کې د یوه کلب لوبې پرمهال پر خپل کالي د پاکستان بیرغ په رابر ټېپ باندې وپوښل.
د شفیق الله شفق دې کار پاکستان کې خلک او د کریکټ چارواکي سخت په غصه کړي دي.
د شفیق الله دا انځور په ټولنیزو رسنیو کې ښکته او پورته کیږي او زیاتره پاکستانیانو دا نیوکه کړې چې شفیق سره له دې چې پاکستان کې لوبې او تمرینات کوي، خو پر خپل لباس د پاکستان بیرغ نشي زغملی.
تر اوسه کریکټ بورډ او خپله شفیق الله شفق په دې هکله څه نه دي ویلي.