په کابل کې د لاجورد په نوم د فلمونو لومړنۍ ملي جشنواره جوړه شوه.
دا جشنواره پرون شنبه د لیندۍ په لومړۍ نیټه پيل شوه چې د همدې میاشتې تر لسمې به دوام کوي.
د لاجورد فلم جشنواره د افغان فلم په نوښت او د یک تلویزیون په ګډون د ځینو نورو خصوصي سکټورونو په ملاتړ روانه ده.
ټاکل شوې ده په دغو لسو ورځو کې د لوړو او لنډو داستانو فلمونو، تلویزیوني مستندونو او انمیشنونو په ګډون۱۱۰ فلمونه د پلازمینې په بیلابیلو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.
د دې جشنوارې د پيل مراسمو کې یو شمیر هنرمندانو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د پارک سینما د ړنګیدو په غبرګون کې وویل چې کلتور د تیرو څلورو لسیزو جګړو له امله د دویم لاس لومړیتوب ګرځیدلی او سینما ته د کلتور جوړولو اصلي عامل په سترګه نه کتل کیږي.
دغو مراسمو کې یو شمیر هغه سینمایي لوبغاړي او هنرمندان هم وستایل شول چې تیرو سختو کلونو کې یې دغه ډګر کې کار کړی دی.