د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو پرون د شنبې په ورځ په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مذاکراتي ټیمونو سره جلاجلا وکتل.
مایک پمپیو د دواړو ټيمونو ترمنځ د شوو پرمختګونو هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې دا خبرې چټکې شي، ترڅو یوه سیاسي حل لارې او دایمي اوربند ته وسیږي.
هغه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: “ما د طالبانو او د افغانستان اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي سره ولیدل. زه د خبرو دوام او د دوی ترمنځ د شوي پرمختګ ستاینه کوم. زه یوې سیاسي حل لارې او دایمي اوربند ټينګیدو لپاره چټکې خبرې تشویقوم.”
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، نعیم وردک او د دولت مرکچي پلاوي هم منلي چې دوی تیره ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي دي.
نعیم وردک ویلي دغه لیدنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون پر اهمیت، له تور نوملړ نه د طالب مشرانو د ایستل کیدو، د پاتې بندیانو خوشې کیدو او نورو بین الافغاني مذاکراتو اړوند موضوعګانو باندې خبرې شوي دي.
د دولت مذاکراتي ټیم هم ویلي چې دې ناسته کې، په هېواد کې د اوربند د ټينګښت او وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړونو د ساتل کیدو غوښتنه شوې او همدارنګه ټینګار شوی چې افغانانو ته د پنځو زرو بندیانو له خوشي کېدو وروسته د تاوتریخوالي زیاتیدل د منلو وړ نه دي.
د افغان دولت او طالبانو ترمنځ له اوږدو اختلافونو وروسته د تیرې شنبې په ورځ سرچینو تایید کړه چې دواړو خواوې د خبرو اصولو ټاکل کیدو کې هوکړې ته رسیدلي دي.