فرانسې خبري اژانس رپوټ خپور کړی چې ټاکل شوې ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو قطر ته په خپل سفر کې نن شنبه د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره جلاجلا ناسته وکړي.
مایک پمپیو د اروپا او منځني ختیځ ۷ هیوادونو ته د سفر لړۍ پيل کړې او په لومړي قدم کې دوحې ته تللی دی.
دا لیدنه داسې حال کې کیږي چې سرچینې وایي د بین الافغاني خبرو دواړه خواووې د خبرو اصولو ټاکلو کې هوکړې ته رسیدلي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي مایک پمپیو دغه سفر کې د قطر امیر، شیخ تمیم بن الثاني سره هم وویني.