کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر، عمران خان د سفر پرمهال کابل او اسلام اباد د ګډ لیدلوري سند باندې هوکړې ته رسیدلي دي.
په دغه سند کې دا ویل شوي چې د دواړو هیوادونو راتلونکي اړیکې باید د باور، همکارۍ او د دواړو هیوادونو حاکمیت ته د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې وي.
په سند کې همداشان ټینګار شوی چې دواړه هیوادونه به د یو او بل پر ضد نه کارول کیږي او ترڅنګ یې د هغو کسانو مخه نیول کیږي چې غواړي د سولې بهیر خراب کړي.
د امنیت، اقتصادي او ولسي پرختیا او سولې لپاره د دواړو هیوادونو هڅه هم د دې سند یوه برخه ده.
په سند کې ویل شوي چې افغانستان کې سوله او ثبات د افغانستان له سولې او ثبات پرته او برعکس، ممکن نه دي.
د سند دویمه برخه کې د منل شوو مواردو عملي کیدلو، د همکاریو دوام او د ګډو لیدلورو شریکولو لپاره د دواړو غاړو د مشرانو سفرونو باندې ټينګار شوی دی.
د پاکستان لومړی وزیر، عمران خان، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي او ځيني نور چارواکي پرون پنجشنبه کابل ته راغلي وو.
کابل ته د عمران خان سفر سره سم، داسې رپوټونه خپاره شول چې قطر کې د بین الافغاني خبرو دواړه خواوې د خبرو اصولو ټاکلو باندې سلا شوي دي.