افغانستان کې د ماشوم نړیواله ورځ داسې حال کې لمانځل کیږي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمیر له مخې ۸ میلیونه ماشومان د جګړو، نا امنیو، بې وزلۍ او ځینو نورو عواملو له وجې له زده کړو بې برخې دي.
دغه وزارت همداشان وایي چې ۴ میلیونه ماشومان د لوږې جدي خطر سره مخ دي.
یو میلیون او دوه سوه زره نور ماشومان بیا پر درندو کارونو لګیا دي.
د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان (سیف د چلډرن) په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت بوږنوونکی بللی او پر افغان حکومت او نړیوالو غږ کوي چې دوی ته جدي پام وکړي.
بله خوا، د هیواد ۷۱ روزنتونونو کې له ۱۰ زرو زیات ماشومان پالل کیږي، چې ۶۰ سلنه یې یتیمان او نور یې د بې وزلۍ کورنۍ ماشومان دي.
افغانستان د نړۍ په کچه هغه هیواد دی چې د ماشومان وضعیت پکې تر نورو ډيره بده ده.
افغان ماشومان د بې وزلۍ، درندو کارونو او له زده کړو محرومیت ترڅنګ د جګړې د قربانیانو غټه برخه هم جوړوي.