د پاکستان د تحریک لبیک ډلې مشر، ملا خادم حسین رضوي داسې حال کې مړ شوی، چې زیاتې پوښتنې یې را ولاړې کړي دي.
ملا خادم حسین پرون پنجشنبه مازدیګر، د پنجاب ایالت مرکز لاهور ښار کې د نا معلوم دلیل له امله د ۵۵ کلونو په عمر مړ شوی دی.
پاکستاني رسنۍ وایي هغه د تیرې اونۍ یکشنبې په ورځ پراخ لاریون وکړ او د پاکستان حکومت ته یې خبرداری ورکړی و چې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي له امله د فرانسې سفیر له هیواده وشړي.
ملا له هغه وروسته ناڅاپه لادرکه شو، کوم څه چې زیات ګومانونه وزیږول.
ځينو وویل هغه تښتول شوی دی، ځینو ویل هغه د پاکستان استخباراتي ادارې له لوري نیول شوی او د تحریک لبیک ځینو پلویانو بیا دا ګومان کاوه چې هغه په یو نامعلوم ځای کې بندیوان دی.
خو کوم څه چې په ډاګه ده دادي چې د بریلوي مذهب پیرو ملا رضوي، له ورکیدو مخکې روغ جوړ و او هیڅ جسمي ستونزه یې نه لرله.
د تحریک لبیک یوه بل مشر، پير اعجاز اشرفي ویلي هغه د ذات الریه ناروغي لرله، خو د پاکستان د شیخ زاید روغتون ډاکټران ویلي چې هغه روغتون ته تر رسیدو وړاندې مړ شوی و.
د تحریک لبیک ویاند، قاري زبیر هم ویلې چې تر اوسه د خادم حسین رضوي د مړینې علت نه دی معلوم شوی.
دغه پاکستاني ملا له دې وړاندې هم د پاکستان حکومت سیاستونو پر وړاندې پراخ لاریونونه کړي دي.