په سعودي عربستان کې د لومړي ځل لپاره د میرمنو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.
دا سیالۍ د کرونا له امله له څو میاشتو ځنډیدو وروسته د تیرې سه شنبې په ورځ په ریاض کې پيل شوې.
په دې لیګ کې د ریاض، جدې او دمام ښارونو ۲۴ ټیمونو او تر ۶۰۰ زیاتو لوبغاړو برخه اخیستې ده.
دغه ټیمونه به د اتلولۍ جام او ۱۳۳ زرو امریکايي ډالرو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ کوي.
دا چې لومړۍ لوبې پر ټلویزیون ښکاره نشوې، د لا زیاتو لوبغاړو او ښځینه مینه والو د ګډون زمینه یې برابره کړې ده.
د دې ترڅنګ په سعودي عربستان کې په روانه اونۍ کې د ګلف د ښځینه لوبو نړیوال ټورنمنټ هم پیل شوی دی.
سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې د ښځو ازادۍ لپاره زیات جدي اقدامات کړي دي.
په ژوندۍ بڼه په لوبغالو کې د لوبو لیدل، موټر چلول، له محرم پرته سفر کول او ځیني نور هغه ازادۍ دي چې سعودۍ میرمنې نږدې کلونو کې ترې برخمنې شوي دي.