د اسټرالیا دفاع وزارت په یوه څيړنه کې موندلي چې د دغه هیواد سرتیرو په افغانستان کې د دندې پرمهال ۳۹ تنه ملکي وګړي په ناقانونه توګه وژلي دي.
دغه څیړنه کې چې څه باندې څلورو کلونو کې شوې، په افغانستان کې ۵۷ پیښې څیړل شوي او زرګونه کسانو یې په اړه شاهدي ورکړې ده.
د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته د یو لیک په استولو سره، د خپلو سرتیرو بد چلند له امله بخښنه غوښتې ده.
همداشان، د اسټرالیا لومړي وزیر، سکاټ موریسون هم ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرو کې ډاډ ورکړی چې په دې برخه کې به عدالت کیږي.
اسټرالیا دمګړی په افغانستان کې ۴۰۰ سرتیري لري او تیرو دو لسیزو کې یې ۴۱ سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي.