په کندز ولایت کې د خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ لګیدو پيښه کې ۷ تنه ملګي وګړي وژل شوي دي.
دفاع وزارت وایي دا پيښه تیره شپه د کندز ولایت د مرکز تلوکه سیمه کې شوې چې ۶ نور کسان پکې ټپيان شوي هم دي.
په وژل شوو او ټپيانو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.
دفاع وزارت وایي دا هاوان د وسله والو طالبانو له لوري د ملکي خلکو پر کورونو توغول شوی دی.
کندز د هیواد په کچه یو نا امنه ولایت بلل کیږي، چې وسله وال طالبان یې په ځينو برخو کې پراخ فعالیت کوي.