د امریکا یو شمیر قانون جوړوونکو د هغو پوځي او ملکي چارواکو د محاکمې غوښتنه کړې، چې د دغه هیواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ته یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو “غلطه” مشوره ورکړې.
د کنګرې یو شمیر دیموکراتو استازو له سپینې ماڼۍ غوښتي ټول هغه محرم لیکونه له دوی سره شریک کړي، چې له افغانستانه د ځواکونو وتلو په اړه استول شوي دي.
دغو قانون جوړوونکو خبرداری ورکړی چې له افغانستان د امریکایانو بیړنۍ وتنه به، هغو ترهګرو بیا پورته کیدو ته زمینه برابره کړي چې غواړي امریکا په نښه کړي.
دا په داسې حال کې دي چې د امریکا دفاع وزارت دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د راتلونکې جنورۍ میاشتې پورې له افغانستانه ۲۰۰۰ تنه امریکايي سرتیري ایستل کیږي.