د روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس د دویمې څپې د خپریدو خبرداری ورکړ.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر، احمد جواد عثماني نن چهارشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل چې پر کرونا ویروس د خلکو د ککړیدو کچه له ۱۵سلنې ۲۹ سلنې ته پورته شوې ده.
هغه له خلکو وغوښتل چې کرونا جدي وګڼي، له ګڼه ګوڼې ډډه وکړي او روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۳ تنه تازه پر کرونا اخته شوي او ۷ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د روغتیا وزارت سرپرست یو ځل بیا د کرونا د خپریدو مخنیوي لپاره د راټولیدنو د او همداشان تر راتلونکې یوې میاشتې په ټول هیواد کې د واده هوټلونو د بندیدو خبره وکړه.
ښاغلي عثماني همداشان وویل چې د ۲۱۲۱ کال تر نیمایي به د کرونا ویروس واکسین افغانستان ته ورسیږي او د همدې کال تر پایه به ۲۰ سلنه هیوادوال واکسین شي.