د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار، مک مسټر د افغان حکومت په تړاو د ټرمپ د ادارې سیاستونو باندې نیوکه کړې ویلي یې دي چې امریکا له طالبانو سره یوځای، افغان حکومت ته شا کړې ده.
مک مسټر ویلي د امریکا دا کار د دې لامل شوی چې اوس په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی حکومتي پلاوي ته هیڅ ارزښت نه ورکوي او خپل سیال یې نه بولي.
هغه تیره ورځ د امریکا (پي بي اېس) تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي طالبان بین الافغاني خبرو کې حکومتي پلاوي ته وایي دوی د نړۍ تر ټولو ستر زبرځواک ته ماته ورکړې او هیڅ اړتیا نه لري چې دوی سره خبرې وکړي.
مک مسټر ویلي: “موږ له طالبانو سره د افغان حکومت پر وړاندې یو ځای شوو. زما مطلب دادی چې د حکومت چارواکي قطر کې طالبانو سره د میز ترشا ناست دي. هغه څه چې دوی یې اوري دا دی: ای موږ د نړۍ ستر زبرځواک ته ماته ورکړې، موږ ولې تاسو سره خبرې کوو؟ موږ یو چې شرایط تحمیلوو.”
هغه همداشان ویلي چې افغانستان کې هره ورځ له شلو تر دیرشو پورې افغان امنیتي سرتیري وژل کیږي او نړیوالو ته په کار ده چې د دوی ملاتړ وکړي.
مک مسټر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو وروستۍ پریکړې ته په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې د دغو ځواکونو شمیر مهم نه دی، مهم دادی چې ایا دا سرتیري د افغان دولت او امنیتي ځواکونو د ملاتړ، د تیرو کلونو د لاسته راوړنو د ساتنې او د نړیوالو ترهګرو د مخنیوي وړتیا لري که نه؟
د امریکا دفاع وزارت اوس تازه اعلان کړی چې د ډونالډ ټرمپ په سپارښتنه یې د راتلونکي کال تر جنوۍ میاشت پورې له افغانستانه د ۲۰۰۰ امریکایي سرتیرو د ایستلو امر کړی دی.
ولسمشر غني هم تیر ماښام د امریکا د دفاع وزارت سرپرست سره ټلیفوني خبرې کړي دي.