د امریکا دفاع وزارت وایي د ولسمشر ټرمپ په لارښوونه یې له افغانستانه د یو شمیر ځواکونو د ایستلو امر کړی دی.
د دې پریکړې له مخې به د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر نیمایي پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ تنو ته کم شي.
امریکا دمګړی په افغانستان کې ټول ۴۵۰۰ سرتیري لري.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار، رابرت اوبرایان پرون سه شنبه خبریالانو ته ویلي چې له افغانستان او عراق نه د امریکايي سرتیرو د ایستلو فرمان ورکړل شوی دی.
ښاغلي اوبرایان ویلي پاتې سرتیري به دغو هیوادونو کې د سفارتونو او نورو امریکایي بنسټونو ساتنه کوي.
سپینه ماڼۍ دا پریکړه داسې حال کې کوي چې د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ موده په لنډیدو ده.
هغه څو ورځې وړاندې خپل دفاع وزیر، مارک اسپیر له دې امله ګوښه کړ چې د امریکایي رسنیو په وینا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مخالفت یې کاوه.